ماجراجوي اوماجراغوښتني
    ژباړونکی (عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی (عزیزاحمدخوارمل)

 

 

 

 

په انګلیس کې دیوي سوله غوښتوونکی ډلی

سلګونی تنه اماده سوي دي چې ایران ته سفروکړي اودامریکی دنظامی

( ماجراجوي اوماجراغوښتني) په وړاندی  انسانی سپر را منځته کړي !

دانټرنیت دمنابعوڅخه

 

په انکلیستان کی یوه ډله سوله غوښتوونکی دشنبی په ورځ اعلام وکړ تراوسه ((۶۰۰)) کسه و ایران ته دتګ اوسفر کولودپاره تیارسوی دی چې دامریکی دنظامی ماجراغوښتنی په وړاندی دایران پرضددیوی انسانی سپردجوړه ولوپه برخه اخیستنی سره دګډون اعلان وکړاوددوی شمیرمخ په زیاتیدودی .   

 

دغه ډله د« انساني سپرغورځنګ» ترسرلیک لاندی دشنبی په ورځ اعلان وکړ،دسیمورهرش دمقالی دخپریدووروسته چې دنیوریورکرپه مجله کی،هغه څه چې دامریکی یرغل دایران دنظامی اواټومې جوړښتونوپه هکله ویل سوی دی یونوی بهیریې ددغوپه خپل خوښی غښتوونکو(داوطلبانو)ترمنځ دسفردپاره وایران ته اودانسان سپرپه غورځنګ کی ګډون اوبرخه اخیستنه ترسترګوکیږی.

ددغی ډلی په یوګزارش کی چې کله ناکله دجګړی ضد انګلیسی ډلوپه انټرنیټی سایتونوکښی خپریږی لیکل شویدی،اوددی غورځنګ سازمان ورکونکی زیارباسی ترڅودخپل دغه رنګه ژرپیل په وسیله وکولای شی مخته ترهغه نه چې دامریکی ماجراجویانه او ماجراغوښتنی دریځ یوه واقعی بڼه واخلی اوعملی سی،غورځنګ دلازمی تیاری څخه برخورداره اووسی اودانسانی سپردغورځنګ ډلی دنورولویدیزوهیوادونه زیات کړی شی اومخ پرایران دي وران اوولیږي  .     


پدی خبرلیک کی رابرسیره سوی اوراغلی دی، دانسانی سپرغورځنګ په ۲۰۰۳م کال کی دداوطلبانودلیږدلوپه هکله وعراق ته دسولیزی مبارزی دپاره دامریکا اوانګلیس دیرغل په وړاندی لږڅه په ځند لاس په کارسول،اودڅواونیوپه بهیر کې یوڅه وخت اوموقعی یې ترلاس کړچې یولږشمیر انسانی سپروبغدادته ولیږده وی چې دغه کاردقناعت وړ نه وو.        

«شلامو استانكويك» ددی ډلی ویاند په یوی خبرلیک کی لیکی یې دی،مګرداځل داهسی هیله مندیو چې دداوطلبانودراټولو اوددوي تیاره ول په زغرده ټوګه دواشینګتن دجګړیزواحتمالی ،اتکل شوی یرغل په وړاندی  دایران پرضد،رامنځته سی .

ده زیاته کړه،په دووځانګری لیکونوکی چې سپینی ماڼی واشینګتن  ته او دلندن و (۱۰)لسم لمبرکورته لیږل سویدی،ودغو دوودولتونوته په زغرده اوداخطارپه توګه ویلی سوی د ی چې دبلی جګړی سوچ دی په منځنی ختیځ کی دخپلوذهنونوڅخه لیری کړی  .

برسیره پرهغه هم، چې په دی لیږیدونکی لیک کې وتونی بلردانګلیس ولمړی وزیرته سرلیک سو ی دی اخطارورکول سوی دی اوپه دی  لیک کی ورته لیکل سوی دی چې دامریکی دجمهوررئیس جورج بوش  دجګړیز دریځ څخه لاس واخلی اوځان  دی ځینی  لیری کړی .     
 ددی لیک په سرلیک کې راغلی دی ، ددغه نظامی پیل او لاس اچونی په پلمه دغه په اصطلاح دیودښمن حکومت داحتمالی،اتکلی راتلوونکی یرغل څخه مخ نیونی وسی ،دبین المللی قوانینوترپښولاندی کول اوپه ټولیز ډول دنړی دناامنی اودبې ثباتې سبب ګرځی.     ددی خبرلیک په پای کی دتاسف په ویلوسره ددی غورځنګ د ښه تیاری دنشته والی له کبله دامریکی اوانګلیس دیرغل په وخت کی پرعراق باندی په ۲۰۰۳ کال کې چې رامنځته سو ټینګارورباندی کیږی اودغه ځل دجګړی ضد سوله غوښتونکی ډلي په ولویدیزوهیوادونوکې په هراړخه توګه به تیاروي او وواشینګتن ته به اجازه ورنکړی  چې په اسانی اوساده ګې سره  خپل ماجراجویانه اودماجراغوښتنی   جګړیزی غوښتنی اودخونړی جګړی له لاری ترلاسه کړی   ./      
 
 

 


May 3rd, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی